د فاریاب ځايي چارواکي وايي، د پښتون کوټ ولسوالۍ د چهارتوت سیمه چې د میمنې ښار په لس کیلومترۍ کې پرته ده، له څلورو امنیتي پوستو سره یو ځای طالبانو نیولې او ۱۷ ولسي پاڅون کوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د فاریاب د ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه پر امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو برید کړی دی. سرچینه زیاتوي، په دې څو ساعته جګړه کې د چهارتوت سیمې څلور امنیتي پوستې سقوط شوې، ۹ پولیس او پاڅون کوونکي په کې وژل شوي، د دوو قوماندانانو په ګډون ۷ نور ټپیان دي او یو یې طالبانو ژوندی نیولی دی. نوموړي دغه راز زیاته کړه، طالبانو د ریزرف پولیسو د پوستې هغه قوماندان چې ژوندی یې نیولی و هم وژلی دی. هغه خبرداری ورکړ، چې که چهارتوت سیمه بېرته دولتي ځواکونه ونه نیسي د میمنې ښار او له هغې وروسته به ګاونډي ولایتونه سقوط وکړي او د ملي یووالي حکومت ته به بیا د دغه ناورین مخنیوی ستونزمن وي.
