یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / فاټا ته حقوق ورکول د پاکستان هسي یو خیال دی

فاټا ته حقوق ورکول د پاکستان هسي یو خیال دی

پاکستان تش په نامه فاټا له ایالتي حکومت سره یو ځای کړې ده. د پښتونخوا د عوامي ګوند مشر افراسیاب خټک وايي د پاکستان حکومت وايي چې دوی د قبایلو حقوق خوندي کوي او په همدې لړ کې یې دوی د ایالتي حکومت تر چتر لاندې راوستي دي. د خټک په خبره د حکومت دغه خبره ناسمه ده او دوی ددغه سیمې لپاره نوي موقتي قوانین جوړ کړي دي. خټک زیاتوي د پاکستان د قوانینو له مخې له ورکړل شوو حقوقو لا هم دغه خلک محروم دي. دده په خبر له دې امله کوم حقوق چې نور ښاریان یې لري د فاټا اوسېدونکي یې نه لري او تر پخواني حالت یې په ژوند کې کوم بدلون نه دی راغلی. د پاکستان ولسي جرګې تېره اونۍ په خپلې پرېکړې سره فاټا ازاد قبایل د پاکستان د ایالتي حکومت تر چتر لاندې راوستل. دغه پرېکړه د قبایلو د مشرانو او افغان حکومت له غبرګون سره مخ شوه. خو پاکستان هغه خپله کورنۍ مسئله بولي او په دې برخه کې د افغان حکومت د نظر اخیستلو ته ځان اړ نه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *