یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / بين المللي / فرانسه په ښوونځیو کې پر سمارټ فون بندیز لګوي

فرانسه په ښوونځیو کې پر سمارټ فون بندیز لګوي

د فرانسې حکومتي چارواکي وایي، چې ډېر ژر به په ښوونځیو کې د موبایل تلفون کاروونه بنده کړي. دا پرېکړده د زده کوونکو په ذهني سلامتۍ د هوښیارو تیلیفونو(سمارټ فونونو) د اوږدمهاله اغېزو په اړه د اندیښنو له مخې شوې ده. د فرانسې د قوانینو له مخې زده کوونکي نه شي کولی، چې په درسي ټولگیو کې له تیلیفون نه استفاده وکړي. خو ښوونځي په دې فکر کوي چې ایا زده کوونکي د تفریح پر وخت له موبایل نه کار واخلي او که نه. د فرانسې د پوهنې وزیر ژان میشل بلانکور، ویلي چې په ښوونځیو کې د موبایل تیلیفون بندول به د زده کوونکو د روغتیا په اړه اندیښنو ته ځواب ووایي. بلجیم، کاناډا، ایټالیا او د امریکا یو شمیر ایالتونه په ښوونځیو کې زده کوونکو ته اجازه ورکوي چې د تیلیفون په څیر له برقي وسایلو نه د تفریح پر وخت گټه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *