پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / بين المللي / فرانسې کې سیلابونو مرګ ژوبله اړولې ده

فرانسې کې سیلابونو مرګ ژوبله اړولې ده

د فرانسې په جنوب کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو له کبله پنځه کسان وژل شوي دي.

تېره شپه د فرانسې په اوډ سیمه کې شدید بارانونه د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو سبب شول چې لږ تر لږه پنځه کسان یې وژلي دي.

د ژغورنې هليکوپټرې په سیمه کې د هوا ښه کېدو ته په تمه دي، څو د ژغورنې عملیات پیل کړي.

د اوډ د سیمې یوه لوړپوړي چارواکي الاین ټیریون ویلي دي، په سیلاب ځپلو سیمو کې یو شمېر کسان د خپلو کورونو بامونو ته پورته شوي او د اوبو د بهیر د تېزوالي له کبله هغو سیمو ته د کيښتیو ورتګ ممکن نه دی.

د نوموړي په وینا، هڅه کوي چې دا کسان د هليکوپټرو په وسیله وژغورل شي.

د الاین ټیریون په وینا، اټکل کېږي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې به د اوبو سطحه نوره هم پورته شي.

د فرانسې په جنوب کې د اوډ سیمې ټول ښوونځي تړلي او له خلکو غوښتل شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *