سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / فراه ولایت کې بهرنیو ځواکونو د دستار بندۍ په غونډه ډرون برید کړی

فراه ولایت کې بهرنیو ځواکونو د دستار بندۍ په غونډه ډرون برید کړی

د فراه ولايت په فراه رود ولسوالۍ کې امريکايي ډرون الوتکو د دستاربندۍ په غونډې بريد کړی او لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايي سرچينې وايي، د يادې ولسوالۍ په حضرت عمر فاروق رضی الله عنه جامع مسجد او مدرسه کې د دستاربندۍ غونډّ روانه وه چې امریکايي الوتکو پرې ډرون بريد ترسره کړ.

په بريد کې وژل شوي د مدرسې علماء
د سيمې يو تن اوسېدونکي قاري عبدالله رسنیو ته وويل، په دې بريد کې د قران کريم حافظان، نوي فارغېدونکي علماء او د سيمې مشهور عالمان او استادان لکه مفتي عبدالناصر شهبازي،مولوي قاسم او حافظ مولوي حامد عزیزي هم وژل شوي دي.

نوموړی وايي، په وژل شويو کې د مدرسې کوچني زده کوونکي او عام خلک هم شامل دي.

تر اوسه د وژل شويو او ټپيانو کره شميره نه ده معلومه خو ويل کېږي چې شاوخوا پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د فراه رود ولسوالۍ مربوط د چکاو په سيمه کې بمبار کوونکو الوتکو د ملکي خلکو پر يوه فلډر موټر بريد وکړ چې په ترڅ کې يې پنځه تنه ووژل شول او يو بل سخت ټپي شو.

ډیری وخت د امريکايي او دولتي هوايي ځواکونو په بريدونو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي چې د کابل چارواکي پرې هيڅ غبرګون نه ښکاروي او د مخنيوي په اړه هيڅ اقدام نه دی کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *