شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / فراه ولایت کې د ملي امنیت ځواکونه د کمین سره مخ شوي دي

فراه ولایت کې د ملي امنیت ځواکونه د کمین سره مخ شوي دي

د فراه ولایت په مربوطاتو کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ځانګړي ځواکونه د وسله والو طالبانو په کمین کې برابره شوه.

د ملي امنیت رایست له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د فراه او هلمند ولایت پر لویه لاره د یاد ریاست ځانګړي ځواکونه د طالبانو په کمین کې برابر شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې وسله وال طالبان د کمین په ترڅ کې د ملي امنیت ریاست ځانګړو ځواکونو له چټک غبرګون سره مخ شوی او په ترڅ کې ۱۶ تنه وسله وال وژل شوي.

د ملي امنیت ریاست په وینا، د نښتې په پایله کې یو شمېر وسلې او مهمات هم د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله وال طالبانو هڅې کوي ترڅو له خپلو امن ځایونو څخه د هلمند او فراه ولایت په مربوطاتو کې خپل بریدونو ته زور ورکړي.

وسله والو طالبانو څو موده وړاندې د فراه لایت په مرکز پر فراه ښار بریدونو پیل کړل چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: