پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / فراه ولایت کې پنځه پولیس وژل شوي دي

فراه ولایت کې پنځه پولیس وژل شوي دي

طالبانو د فراه په شمالګاه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید کړی او د پوستې ټول تجهیزات یې وړي دي (د فراه ولایتي شورا)

د فراه ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شمالګاه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې طالبانو برید کړی، چې پکې ۵ کسه وژل شوي او د پوستې ټول تجهیزات یې وړې دي

د فراه د ولایتي شورا غړي خیرمحمد نورزایي په دې تړاو رسنیو ته وویل، دغه پوسته د فراه په شمالګاه سیمه کې د سې شنبې پر سهار د طالبانو تر برید لاندې راغلې ده.

نورزايي زیاته کړه، وسلوالو طالبانو پر دغه ولایت د محاصرې کړۍ را تنګه کړې او په ډېرو ولسوالیو کې یې نفوذ کړی دی. د نوموړي په خبره، د فراه د ګلستان، خاک سفید، بکوا او بالابلوک ولسوالیو ډېری برخې له وسلوالو طالبانو سره دي.

که څه هم د فراه د والي ویاند ناصر مهري په دي اړه څه نه وايي خو زیاتوي چې په بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ وسلوال وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *