شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / فراه ولایت کې یو ولسوالۍ طالبانو سقوط کړي ده

فراه ولایت کې یو ولسوالۍ طالبانو سقوط کړي ده

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن سهار یې د فراه ولایت پرچمن ولسوالۍ په ټولیزه توګه له دولتي ځواکونو نیولي. طالبانو ویلي چې د یادې ولسوالۍ لپاره د کابل ادارې ولسوال حاجي داؤد، امنیه قومندان عبدالولي، د استخباراتو مدیر عبدالظاهر د ولسوالۍ له ټول پرسونل سره مجاهدینو ته تسلیم شول او په وینا یې سپين بیرغ یې د ولسوالۍ پر ودانۍ رپاند کړ. ښاغلي احمدي زیاته کړي چې په ولسوالۍ کې په لسهاوو هاموې ټانکونه، رینجر موټر، ګڼ شمېر سپکې اودرنې وسلې مهمات او نظامي توکي د دوی د جنګیالیو لاس ته ورغلل. احمدي زیاتوي، چې د دوی له لوري د اعلان شوي (الخندق) عملیاتو په یو میاشتني جریان کې دا یولسمه ولسوالۍ ده چې د ده په وینا د مزدور دښمن له ولکې وځي او فتحه کیږي. بلخوا سیمه ایزو خلکو نن ټکی اسیا ته تأیید کړي چې یاده ولسوالۍ اوس د طالبانو په واک کې ده، خلکو ویلي چې د ولسوالۍ پر ودانۍ یې سپین بیرغونه له ورایه ښکاري او طالب جنګیالي په ولسوالۍ کې لیدل کیږي. دا په داسي حال کې ده چې حکومتي لوري یې په اړه تر اوسه رسمي څرګندوني نه دي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: