پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / فراه: په هوايي بريد کې وژل شوي کسان ديني عالمان او د مدرسې استاذان وو

فراه: په هوايي بريد کې وژل شوي کسان ديني عالمان او د مدرسې استاذان وو

د افغانستان د دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست محمد رادمنشن ویلي چې د لیزري بمونو په واسطه یې د طالبانو یوه مهمه ناسته په نښه کړه چې له امله یې د نوموړي په وینا ډېر شمېر طالبان مړه او ژوبل شول.

نوموړي ویلي چې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر څرګند نه دی.

بلخوا د طالبانو د ملکي تلفاتو کمیسون یوه مسؤول ويلي چې دوی ته په فراه ولایت کې د ملکي تلفاتو خبر رسیدلی او په اړه یې تر دقیقو معلوماتو را ټولو وروسته د رسنیو سره شریکوي.

ویل کیږي چې برید د حضرت عمر فاروق جامع مسجد او جامعې د دستاربندۍ په غونډه کې د ګډون وروسته پر دریو استادانو شوی چې د نیمروز ولایت څخه راغلي وه.

د فراه ولایت یوه خپلواک ژورنالیست عبدالرحمن ژوندي پر خپل فیسبوک پاڼه د یوه بل خبریال اسماعیل صادق په حواله خبر ورکړی چې بمبار د حافظانو د فراغت د غونډې وروسته د استادانو د بیرته ستنېدو پر مهال د هغوی پر موټر شوی چې له امله یې د نوموړي په وینا ۳ کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي .

د ژوندي په وینا وژل شوي کسان دیني عالمان او د مدرسې برحاله استادان وه.

په فیسبوک کې د هغوی کسانو نومونه هم یاد شوي چې تېره ورځ یې په بمبار کې ژوند له لاسه ورکړی، چې په هغو کې د مفتي عبدالناصر شهبازي، مولوي قاسم، او حافظ مولوي حامد عزیزي نومونه یاد شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: