د پاکستان د جمعيت علما اسلام مشر فضل الرحمن، چې د عمران خان پر حکومت سختې نيوکې کوي، تازه يې ويلي چې «هېواد کې د نانځکې حکومت دی نور خلک يې چلوي».
لاهور ښار کې رسنيو سره د خبرو پر مهال فضل الرحمن ويلي، چې «هېواد کې حکومت نه شته، د جعلي سړي حکومت دی او دا حکومت يو بل څوک اداره کوي، خو سټيرنګ (جلب) ته بل څوک ناست دی».
د جمعيت علما اسلام مشر زیاته کړې ده، چې د هېواد سياسي وضعيت د مشرف او شوکت عزيز د واکمنۍ د وخت وضعيت وړاندې کوي، په دوو مياشتو کې په هېواد کې ډېرې خرابۍ راپيدا شوې دي، هېواد کې ګراني زياته شوې او د دکتاتورۍ چاپيريال جوړ دی.
د يادونې وړ ده چې فضل الرحمن څه موده مخکې پر عمران د نيوکې پر مهال ويلي و، چې «ستا کار د تشنابونو پاکول دي، حکومتولي نه ده».