جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / فلسطینیان: اسرایل به د خپل عمل دروند قیمت ورکړي

فلسطینیان: اسرایل به د خپل عمل دروند قیمت ورکړي

په فلسطین کې حماس ډلې اسرایلو ته ګواښ کړی او ویلي یې دي چې اسرایل به د خپل عمل دروند پور ورکړي. فلسطینیان چې د تیرې جمعې په برید کې یې د اسرایلي سرتیرو لخوا د ۱۷ وژل شویو لاریونوالو جسدونه خاورو ته سپارل وویل، د فلسطینیانو وینه به بې ځایه لاړه نه شي، اسرایل دې خبر وي چې د خپل عمل دروند قیمت به ورکوي. د تیرې جمعې په ورځ د زرګونو فلسطینيانو او اسرایلو تر منځ نښته کې ۱۷ تنه فلسطینیان ووژل شول او لږ تر لږه ۱۵۰۰ تنه نور ټپیان شول. مختلفو ډلو په فلسطین کې د اسرایلو پر ضد د پراخو لاریونونو خبر ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: