پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / فلسطین په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د اسرایلو مخه دې ونسې

فلسطین په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د اسرایلو مخه دې ونسې

د فلسطین دولت له نړیوالې ټولنې نه په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرایلي پوځ د بربریت د ژر تر ژره درولو غوښتنه کړې ده. د فلسطیني ادارې ویاند ویلي، چې اسرایلي پوځ په غزې تړانګه کې پر بې دفاع فلسطیني لاریونوالو بریدونه کړي، چې له امله یې ۳۷ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ټپیان دي. دا لاریونوال چې شمیر یې شاوخوا ۳۵ زره تنو ته رسېږي بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږدولو په غبرګون کې لارو کوڅو ته راوتلي او د امریکا او اسرایلو پر ضد شعارونه ورکوي. په ورته وخت کې اسرایلي ځواکونو غزې تړانګې ته څېرمه خپلې امنیتي پوستې ډېرې کړې او دغه راز یې په یاده سیمه کې وسلې او نور مهمات هم ځای پر ځای کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *