جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / فلسطین کې څلورو اسرائیلي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

فلسطین کې څلورو اسرائیلي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

فلسطیني رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په سرحدي سیمه کې د بمي چاودنې له امله ۴ تنه اسرائیلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

چاودنه تیرماښام د غزې تړانګې د سرحدي دیوال نه پورې غاړه د اسرائیلي پوځ د انجینرۍ څانګې د افسرانو په یوه جیپ موټر په داسې حال کې ترسره شوه، چې په یاده سیمه کې یې ګزمه کوله.

د اسرائیلو(العبریه) دویم تلویزیوني شبکې له راپور سره سم په دغه پېښه کې یو اسرائیلي پوځي مړ شوی او ۳ نور پوځیان ټپیان دي.

له دغه پېښې وروسته اسرائیلي پوځ په غزه کې د اسلامي جهاد او ځینې نورو فلسطیني مقاومت کوونکو ډلو مرکزونه او ولسي کورونه په توپونو وویشتل، چې له امله یې مالي زیان اووښتی؛ خو د ځاني زیان په هکله تر اوسه کوم راپور مخې ته نه دی راغلی.

د فلسطیني څارونکو په خبره د سړک غاړې دغه بمي چاودنه د اسرائیلي نیواکګرو پرضد د فلسطیني مقاومت کوونکو ګوندونو نوې لاس ته راوړنه بلل کیږي، چې وه یې کولای شول د اسرائیلي په خاوره کې دننه هغوی تر برید لاندې ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: