دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبايل / قبایلي سیمه کورمه ایجنسۍ کې ژغورل شوی کاناډايي بيا ونيول شو

قبایلي سیمه کورمه ایجنسۍ کې ژغورل شوی کاناډايي بيا ونيول شو

هغه کاناډايی چې څو میاشتې مخکې قبایلي سیمه کورمه ایجنسۍ کې د وسلوالو طالبانو له منګولو خوشی شوی بیا ونیول شو. نوموړی له خپلې مېرمنې او دریو بچیانو سره نږدې پنځه کاله په افغانستان او پاکستان کې له طالبانو سره بندي و.
تېر اکټوبر کې د امریکا د څارګرې ادارې سي ای اې د معلوماتو له مخې پاکستانیو ځواکونو په قبایلي سیمه کورمه ایجسنۍ کې د حقاني شبکې له منګولو خوشی کړ. ښاغلی بویل له خپلې امریکايي مېرمنې او دریو بچیانو سره په همغو ورځو کې کاناډا ته ستون شو.
د ټورنټو سټار د رپوټ له مخې د نوي کال په لومړۍ ورځ په اوتاوا کې یوې محکمې ۳۴ کلن جاشوا بویل پر ۱۵ جرمونو او سرغړونو تورن کړ. نوموړی دا مهال له پولیسو سره په بند کې دی او ویل کېږي کاناډا ته په ستنېدلو سره یې د اکټوبر له ۱۴ د ډیسمبر تر ۳۰ دا جرمونه او سرغړونې کړې دي.
ښاغلی بویل په جنسي ځورونه او بې قانونه بند لګولو هم تورن شوی دی.د ښاغلی بویل وکیل ایریک ګرنګر له ټورنټو سټار سره خبرو کې ویلي، چې موکل یې بې ګنا ده. “تراوسه د دې تورونو د ثبوت لپاره شواهد نشته او زه لېوال یم چې په دې دوسیه کې شواهد ووینم او له ده دفاع وکړم”.
جاشوا بایل د چهارشنبې په ورځ بیا په اوتاوا کې محکمې ته وړاندې کېږي. د هغه مېرمن کېټلن کولمن ويلي، د دې تورونو په هکله څه نشي ویلي< خو هغه فشار او ضربه او هغه اغېز به له ډېرو کلونو پورې پر هغه پاتې وي، چې د بند پر مهال یې د ده رواني حالت اغېزمن کړی دی او له دې امله مجرمېدلی شي.
جاشوا بویل د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې له خپلې امریکايي مېرمنې کېټلن کولمن سره افغانستان ته تللی و او د کابل لوېدیځ ته په میدان وردګ ولایت کې وتښتول شو. د دوی له خوشي کېدلو ۱۲ ورځې وروسته کېټلن کولمن له سټارز سره خبرو کې وویل، چې کله افغانستان کې ونیول شول ډېر ژر پاکستان ته ولېږدول شول.
نوموړی او کورنۍ یې د تېر اکټوبر پر ۱۳ د امریکا د څارګرې ادارې د معلوماتو له مخې د پاکستان پوځ په کورمه ایجنسۍ کې وژغورل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *