دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / قبایلي سیمو شمالي وزیرستان او مومندو ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ او وسله والو تر منځ نښتې شوي

قبایلي سیمو شمالي وزیرستان او مومندو ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ او وسله والو تر منځ نښتې شوي

ټرایبل نیوز سرچینې د مالوماتو له مخې تېره ورځ په شمالي وزیرستان تحصیل رزمک مینې مارکیټ ته څېرمه د پاکستان په امنیتي ځواکونو وسله والو طالبانو هغه وخت برید تر سره کړ کله چې دوی سیمه کې په ګشت بوخت وو.

راپورونو له مخې یاد برید تر ډېر وخت دوام درلود چې په ترڅ کې یې د پاکستاني پوځ یو عسکر مړ او پنځه نور ژوبل شوي دي، د یادې نښتې وروسته وسله وال د سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي

بلخواه مومند ایجنسۍ تحصیل صافو چرتنه سیمه کې پاکستاني ځواکونه هغه مهال د یو وسله وال برید سره مخ شول چې په یاده سیمه کې د ډیورنډ په نا منلې شوې کرښه د اغزن تار په لګولو بوخت وو، چې د طالبانو د یو نا څاپي برید ښکار شول، خو بلخواه بیا وسلوال طالبان ادعا کوي چې په یاد شوو بریدونو کې د دوی ملګرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د یادونې وړ ده د یاد شوو دواړو بریدونو مسؤلیت تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند رسنیو ته په یو استول شوي خبر پاڼه کې منلی، که څه هم د پاکستان پوځ د یادو بریدونو په تړاو رسنېو ته څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: