د جمعيت علما اسلام (ف) او د قبايلي سيمي يو شمېر ټولنو او مشرانو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده او وايي چې د یکشنبې پر ورځ له اسمبلۍ څخه د فاټا اصلاحاتو بل منظورۍ ته نه پرېږدي.
لسګونو مظاهره کوونکو اسمبلۍ ته تلونکی سړک تړلی او ټایرونه يې سوځلي دي. دوی د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو مخالفت کوي.
مظاهره کوونکو په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو ضد نعرې ووهلې.
دوی وايي، تر هر ډول بدلون مخکې دې په قبایلي سیمو کې د ولس رایه واخیستل شي.
په سیمه کې ګڼ پولیس ځای پر ځای شوي. مظاهره کوونکو په پولیسو کاڼي ورولي چې په غبرګون کې پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس پاشلی او د تاوتریخوالي پېښې هم شوې دي.
په دې مظاهرکوونکو کې د جمعيت علمای اسلام (ف)، فاټا ګرينډ الاینس، د فاټا د ځوانانو جرګې غړي او یو شمېر قبایلي مشرانو ګډون کړی.
اصلاحات به د قبایلي سیمو مسلې هوارې کړي که نه؟
په عين حال کې ټاکل شوې چې د خيبر پښتونخوا اسمبلي پر ۳۱م اییني ترمیمي بل بحث وکړي چې که منظور شي نو ورسره به د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو لپاره لار برابره شي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ د مې پر ۲۴مه دا قانوني مسوده په اکثریت منظوره کړه.
د مې پر ۲۵مه سېنېټ هم د دې مسودې منظوري ورکړه.
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې تر منظورۍ وروسته دا مسوده به ولسمشر ته لاسلیک ته استول کېږي.