یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / قبایلې سیمه کرمه ایجنسۍ کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو مرګونی برید!

قبایلې سیمه کرمه ایجنسۍ کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو مرګونی برید!

تیره ورځ ماښام کرمه ایجنسۍ کې د تحصیل علي زی سیمه کې د ایف سي ځواکونو په چیک پوسټ باندي وسلوال برید تر سره شوي دی چې په پایله کې یي پاکستاني ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

په برید کې دواړو خواو ته د غټو او وړو وسلو تبادله شوي چې په ترڅ کې ایف سي ځواکونو یو عسکر مړ او او ګڼ شمیر نور مرګوني ټپیان دي

ترهګرې ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزی ټرایبل نیوز ته په یو بریښنا لیک د یاد برید مسؤلیت منلی دی او زیاتوې چې یاد برید د ابن قاسم عملیاتو لړي ده .

دا په داسي حال کې ده چې تیره ورځ هم د بلوچستان ایالات په سر ښار کوټه کې د امنیتي ځواکونو په چیک پوسټ او د پولیسو په موټر سر تیري بریدونه تر سره شوې وو چې په نتیجه کې په لسګونو په شمیر ایف سي ځواکونه او پولیس وژل شوي وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *