پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / قبایلې سېمه شمالي وزیرستان کې په پوځ دري زورورې چاودنې شوې دې

قبایلې سېمه شمالي وزیرستان کې په پوځ دري زورورې چاودنې شوې دې

تیره ورځ د شمال وزیرستان په دوه بیلا بیا تحصیلونو،بویه او تحصیل میرعلي کې د پاکستان په پوځ دري ځمکنیو بمي چاودنې تر سره شوې دې چې په ترڅ کې څلور پاکستاني عسکر مړه او اته نور مرګونې ټپیان شوي دي

ټرایبل ته د موثقه سرچینې د راپور له مخې یادې چاودنې پرون په تحصیل بویه او میر علي کې د پوځې موټرو په قطار تر سره شوې دې.

ټرایبل نیوز ته د حزب الاحرار وسله والې ډلې ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي له لورې راستول شوې بریښنا لیک کې د یادو چاودنو پړه منلې او دعوه کوي چې د چاودنو په پایله کې یی په لسګونو په شمیر پاکستاني پوځیان وژلي دي.

په ډاګه دې وې یادې ترهګره ډلې غړو د تیر میلادي کال په اواخرو کې دجماعت الاحرار تندروه ډلې سره د خپل منځي اختلافاتو له کبله بیل شول او په نتیجه کې یی یو نوی تنظیم د حزب الاحرار په نوم اعلان کړو چې مشري یي مکرم مومند (عمر خراساني) کوي .

هېره د نه وې یادې ترهګرې ډلې په پاکستان کې خپلو بریدونو ته په شدت سره زور ورکړی دی او وخت نا وخت ادعا کوي چې پاکستان امنیتي ځواکونو ته په پراخه کچه مرګ ژوبله اړوې

دولتي رسنیو د دې خبر له ریښتینولۍ څخه له دې امله ډډه کړي چې هر ځل د داسې بریدونو خبر د پاکستاني دولت او یا آي ایس پې آر لخوا پټ ساتل کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *