پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / قبایلې سېمه مومند ایجنسۍ کې په پاکستانۍ عسکرو وسلوال بریدونه شوي دي

قبایلې سېمه مومند ایجنسۍ کې په پاکستانۍ عسکرو وسلوال بریدونه شوي دي

تېره ورځ په مومندو ایجنسۍ تحصیل صافي قندهارو سېمه کې په پاکستانۍ عسکرو د سرک د غاړي بمي چاودنه شوي ده چې په ترڅ کې یو عسکر مړ او د ګڼو نورو د ټپې کېدو خبر ورکول کېږي.

بلخوا په یاده سېمه کې یوه بله پوسته ترهګرو د راکټو او د وړو وسلو پر مټ ډزولې ده چې په برید کې وسلوال طالبانو پاکستانۍ پوځ ته د دروند مالې او ځانې زیان اړولو دعوه کړي ده

د یادو بریدونو مسؤلیت په سېمه کې فعاله تندروه ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزئ ټرایبل نیوز ته په رالېږل شوي بریښنا لیک منلي دي

دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ هم د یادي ترهګرې ډلې دري پیاوړي کمندانان د مومند ایجنسۍ په سرحدي سېمه خوګاخیلو کې د پاکستان استخباراتې اداري ای ایس ای له لوري وژل شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *