اسلام اباد وايي امریکا په افغانستان کې د خپلو ماتو له امله پاکستان ملامتوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، دوی دا مسئله درک کړې چې د پاکستان ثبات د افغانستان په ثبات کې دی. دده په خبره له همدې امله پاکستان هڅه کوي د افغانستان په ثبات کې ونډه واخلي او طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي. قریشي وویل، امریکا په ډيری مواردو کې په افغانستان کې پاتې راغلې ده، نو ځکه ډېر کله پړه د پاکستان پر غاړه اچوي. هغه وايي له کومې ورځې چې ټرمپ ولسمشرۍ ته رسېدلی دی د امریکا او پاکستان اړیکو ښه ورځ نه ده لیدلې. دده په وینا ددواړو هېوادونو ترمنځ کشمکشونه زیات شوي دي او امریکا غواړي د فشارونو له لارې پاکستان دې ته تیار کړي چې د ترهګرۍ پر ضد اقدامات ډېر کړي. نوموړي په دې مرکه کې دا تورونه هم رد کړي چې ګواکي پاکستان دترهګرو ملاتړ کوي.
