یکشنبه , جون 13 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / لاریون کونکو د کابل کندهار لویه لار په مشروط ډول پرانېسته

لاریون کونکو د کابل کندهار لویه لار په مشروط ډول پرانېسته

د غزني لاريونوالو له پنځو وروسته پرلت وروسته تېره شپه د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه او ژمنه د کابل-کندهار لويه لاره په مشروط ډول د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانيستې ده.

ولسمشر له اعتراض کوونکو سره د ټيليفوني اړيکو پر مهال ژمنه کړې، چې قره‌باغ ولسوالۍ کې د ولسي خلکو قاتلين سيمه‌ييز پوليس به نيسي، د قانون منگولو ته به يې وسپاري او يرغمل شوي کسان به هم د تښتوونکو له منگولو خلاص کړي.

لاریونوال وايي، چې د ولسمشر په غوښتنه يې دا لاره يوازې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه کړې، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د غزني ښار ته څېرمه دواړو خواوو ته بند پاتې وو، خو ټينگار کوي، چې د دوی احتجاجي خېمې به د غزني په بلخ دروازه کې همداسې درول شوې وي، تر څو، چې حکومت د ملکي خلکو قاتلين نيولي او مجازات کړي نه وي.

د سيمه‌ييزو پولیسو په ډزو وژل شوي کسان د تېرو پنځو ورځو راهيسې خاورو ته نه دي سپارل شوي، خو لاريونوال وايي، چې د ولسمشر له ډاډ او ژمنې وروسته به نن خپل مړي خاورو ته وسپاري.

نږدې يوه اوونۍ وړاندې د غزني قره‌باغ ولسوالۍ په شېراباد کلي کې سيمه‌ييزو پوليسو د يوه کور دوه سړي او يوه ښځه وژلي او دوه تنه يې له ځان سره وړي، چې تر اوسه يې درک نشته.

د قره‌باغ او د غزني د نورو سیمو خلکو د دغو ملکي وگړو د وژل کېدو په غبرگون کې له تېرو شپږو ورځو راهيسې د کابل-کندهار لویه لاره تړلې او ټينگار کوي، چې د دغو خلکو قاتلين دې مجازات شي، خو حکومت له پنځو ورځو وروسته هم د دغو غوښتنې نه دي منلي.

لاريونوالو وړمه ورځ رسنيو ته ويلي و، چې پولیسو يې خيمې ور سوځولي او پر دوی يې ډزې کړي، خو دوی ټينگار کوي، چې تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوي، خپل پرلت ته به دوام ورکړي.

د لاريون مشرانو ويلي، چې د ولسمشر په غوښتنه يې دغه لاره يوازې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانيستې او که غوښتنې يې ونه منل شي، دا لاره به بېرته وتړي.

اعتراض کوونکي وایي د کندهار-کابل لویه لار په مشروط ډول خلاصوي که غوښتنې یې ونه‌منل شي نو بیا به دا لاره وتړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *