لاریون کوونکو په سمنګان ولایت کې د مزار-کابل لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د راپورونو له مخې په سمنګان کې د ولسمشر د وروستي اقدام پر ضد لاریونونه روان دي او د نوموړي انځورونه یې له ټولو څلور لارو او دولتي ادارو لرې کړي دي. سرچینې وايي چې لاریون کوونکي د نظام الدین قیصاري د خوشي کېدو غوښتنه کوي. دا څلورمه ورځ ده، چې د هېواد په ځينو شمالي ولایتونو کې د ځایي زورواکي نظام الدین قیصاري د خوشي کېدو لپاره لاریونونه کېږي. ډېری لاریون کوونکي د جنبش ګوند غړي دي او دوی د ولسمشر غني او امنیتي ادارو له لوري د قیصاري نیول کېدل تبعیضي چلند بولي. خو حکومت وايي چې د قیصاري پر ضد ګڼ شکایتونه موجود دي او هغه په سیمه کې خپلسری وسله وال قومندان و.
