پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / لانګ ور ژورنال :اسلامي امارت طالبان د افغانستان د خلکو استازی دی

لانګ ور ژورنال :اسلامي امارت طالبان د افغانستان د خلکو استازی دی

طالبان امریکايي وګړو ته په خپل وروستي لیک کې ځان د افغانانو استازي بللي دي. لانګ ور ژورنال ورځپاڼه په خپل یوه مطلب کې لیکي، طالبانو په دې وروستیو کې د امریکا خلکو ته یو لیک استولی و او له دوی یې غوښتي وو، چې خپل عسکر له افغانستانه وتو ته اړ باسي. د سرچینې په وینا طالبانو همدا راز ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان د خلکو استازی دی، نه افغان حکومت. ژورنال زیاتوي، طالبانو همدا راز د امریکا له خلکو غوښتي، چې امریکايي ځواکونه دې له افغانستان ووځي څو دوی بېرته واک تر لاسه کړي او له سره د امارت حکومت جوړ کړي. د نشریې په خبره طالبان غوښتي چې خپل حکومت له سره جوړ کړي او ځانونه د افغانستان اصلي واکمنان بولي. دوی لا هم افغان حکومت نه پېژني او دغه حکومت د افغانانو استازی نه بولي. طالبانو له امریکا غوښتي و، چې د دوی په مالیاتو د طالبانو د حکومت پر ضد روانه جګړه دې ودرول شي او د خپل حکومت پر وړاندې دې غږ اوچت کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *