چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / لاوروف:د افغانستان پنځوس سلنه خاوره د وسلوالو په واک کې ده

لاوروف:د افغانستان پنځوس سلنه خاوره د وسلوالو په واک کې ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ادعا کوي چې د افغانستان پر کابو نیمایې خاوره وسله وال طالبان کنټرول لري. نوموړي په ازبکستان کې د افغان سولې په اړه د تاشکند کنفرانس کې ته د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان د اوږدو ناخوالو د حل یواځینۍ لار د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې دي. هغه ټینګار وکړ، چې د زور له لارې په افغانستان کې د جګړې حل ناشونې دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، چې د طالبانو او داعشیانو د فعالیتونو له امله د افغانستان امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی. لاوروف په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه هم د جدي اندېښنې وړ بللي دي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني هم په یاد کنفرانس کې د وینا پر مهال سیمه ییزو هېوادونو ته د ترهګرو د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی وو او د دې ګواښونو د له منځه وړلو لپاره یې پر سیمه ییزې اجماع او همکاریو ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: