شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / لغمان ولایت کې د امرکایي ځواکونو په ټانک چاودنه شوی ده

لغمان ولایت کې د امرکایي ځواکونو په ټانک چاودنه شوی ده

ځايي سرچينې وايي، چاودنه د يادې ولسوالۍ مربوط د ليوانو کنډو سيمه کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې امريکايي او افغان ځواکونو د امبيړ سيمې ته د عملياتو په موخه روان و.

طالبانو د چاودنې مسئوليت منلی او رسنیو ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، په دغې چاودنه کې د امريکايي ځواکونو ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شوی او پکې سپرو امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمليات زيات شوي چې له کبله يې وخت ناوخت په چاودنو او نښتو کې هغوی ته مرګ ژوبله اوړي خو امريکايي ځواکونه خپل تلفات نه ښکاروي.

تر اوسه په دې اړه په هېواد کې ميشت امریکايي ځواکونو څه نه دي ويلي.

خو سيمه ييزو امنيتي مسئولینو د امريکايي ځواکونو په ټانګ چاودنه تاييد کړې خو د نورو معلوماتو ورکولو يې ډډه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: