یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / لغمان ولایت کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

لغمان ولایت کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

په لغمان ولایت کې په یوه موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۴ تنه وژل وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

د لغمان ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک ازادي راډیو ته وویل، شا و خوا دوه بجې او ۱۵ دقیقې د سلطان غازي بابا ښار ګوټي د یونس چوک په سیمه کې په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله د مولوي محمد یونس شمه‎خېل په ګډون تر دې دمه څلور تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي چې زخمیان د لغمان د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د پېښې قربانیان ټول عام وګړي دي.

د پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: