پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / لغمان ولایت کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي

لغمان ولایت کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي

د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې ناپېژاندو حکومتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ۱۲ ملکي وګړي وژلي او ۴ نور يې ټپيان کړي دي. ځايي چارواکي د عملياتو ترسره کېدل مني خو وايي په دې اړه ورسره هېڅ معلومات نه دي شريک شوي او نه هم له وړاندې په جريان کې شوي دي. د بادپښ ولسوالۍ يو قومي مشر ملک محبوب شاه وويل، عمليات کوونکي ځواکونه عامو خلکو کورونو ته ورغلي، لومړی يې هغوی را ايستلي او بيا يې د کورونو په مخکې په مرميو وژلي دي. دی د وژل شوو او ټپيانو د شمېر په اړه وايي چې ۱۲ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي چې ټول ملکي وګړي دي. د بادپښ ولسوال سيد شريف پاچا هم ومنله چې تېره شپه هلته افغان ځواکونه په الوتکو کې ورغلي، عمليات يې ترسره کړي او ملکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. په کابل کې يوې امنيتي سرچينې وويل چې دا عمليات د ملي امنيت ځانګړې قطعې له خوا د ګډو ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *