د لغمان مهترلام ښار کي چاودني د پنځو مېرمنو په ګډون یولس ملکیان زخمیان کړل.
د لغمان د والي ویاند سرحدي رسنیو ته ویلي، چي نن له غرمې مخکې یولس بجي د مهترلام ښار یو مارکیټ کي چاودنه سوې چي له امله یې پنځه مېرمني، دوه ماشومان او څلور سړي زخمیان سوي دي.
هغه وویل، چي ټپیان په وخت روغتون ته رسول سوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
ځواک وویل، ډېر ټپیان په لاره تېرېدونکي لارویان وو.