چهارشنبه , دسمبر 19 2018
کور / خبرونه / پاکستان / له اسلام آباد څخه تښتول شوی پولیس آفسر طاهر خان داوړ وژل شوی دی!

له اسلام آباد څخه تښتول شوی پولیس آفسر طاهر خان داوړ وژل شوی دی!

د رسنیو د راپورونو له مخې نن د پاکستاني پولیسو هغه پښتون افسر په ډزو سره وژل شوی دی چې دوه اونۍ وړاندي له اسلام اباد څخه بې درکه شوی وو.

د یاد وژل شوي افسر وژنه د پشتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتون هم منلې ده.

د ټرایبل نیوز د سرچینې د مالوماتو له مخې نوموړی د پاکستاني پولیسو افسر د افغانستان په ختېځ ولایت ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې په ډزو سره وژل شوی دی چې د دور بابا ولسوالۍ ولسوال هم د دغه وژل شوي پولیس افسر د وژنې پخلی کړی دی.

روڼ اندو له نظره یاد وژل شوی پولیس افسر طاهر خان داوړ په دغه هېواد کې د پولیسو یو پښتون افسر وو چې د پشتون ژغورنې غورځنګ کلک ملاتړی او د پاکستاني پوځ د ورانو پالسیو مخالف وو چې په پایله کې د نوموړي د مرګ سبب شو.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې یاد پولیس آفسر د داعش ډلې لخوا په افغانستان کې وژل شوی دی خو روڼ اندې بیا دا خبر په کلکه ردوي او وايې چې د اسلام اباد پشان ښار نه د یو سړي تښتول او بیا په افغانستان کې د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې وژل نه د داعش او نه هم د بلې کومې وسلوالې ډلې د وس خبرہ ده او په دې نظر دي چې یاد وژل شوی پولیس افسر د پاکستان استخباراتي ادارې اې ایس اې “ISI”وژلی دی.

په ډاګه دې وي په پاکستان کې د هغه خلکو وژنه ورځ تر بلې مخې ته ډیره رازې چې د دغه هېواد د پوځ او یا هم د استخباراتي ادارو مخالفت کوي چې ژوندی مثال یي موده وړاندي په اسلام اباد کې د یو مذهبي مشر مولانا سمیع الحق وژنه ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *