دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / له افغانستان منځنۍ اسیا ته د ترهګرو د تګ احتمال شته دی.

له افغانستان منځنۍ اسیا ته د ترهګرو د تګ احتمال شته دی.

له افغانستان منځنۍ اسیا ته د ترهګرو د تګ احتمال شته دی. د روسیې ددفاع وزیر ازبکستان ته په یوه سفر کې ددغه هېواد له نظامي چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې باید له افغانستان سره د پولې امنیت ټینګ شي او د تهدیداتو په صورت کې اړین اقدامات ترسره شي. د روسیې ددفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، په افغانستان کې لا هم ثبات نشته دی، له سوریې او عراق تښي وسله وال په دغه هېواد کې هسک ټيټ کېږي، خپل فعالیتونه پراخوي نو د سیمې هېوادونو ته په کار ده، چې د خپل امنیت لپاره ګامونه پورته کړي. د شویګو په خبره ددې احتمال شته چې ترهګر له افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو ته واوړي او دلته ورانکاره فعالیتونه ترسره کړي. هغه د ازبکستان او روسیې ترمنځ د هر ډول پوځي همکاریو پر رامنځ ته کولو هم ټینګار کړی دی او دغه همکارۍ یې د سیمې د امنیت لپاره مهمې ګڼلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: