جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / له ایران سره د اوبو مسئله لسیزې وړاندې حل شوې او تر دې ډېر بحث ته اړتیا نه لري

له ایران سره د اوبو مسئله لسیزې وړاندې حل شوې او تر دې ډېر بحث ته اړتیا نه لري

له ایران سره د اوبو مسئله لسیزې وړاندې حل شوې او تر دې ډېر بحث ته اړتیا نه لري. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې په ۱۳۵۱ کال کې له ایران سره د اوبو ستونزه حل شوې ده او همغه هوکړه نهايي ده، چې تر دې ډېر بحث ته اړتیا نه لري. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه ویلي، افغانستان دغه هوکړې ته ژمن دی او ایران ته هم په کار ده، چې یادې هوکړې ته ژمنتیا وښيي. بل پلو د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي د هوکړې له مخې ایران ته باید په کال کې ۸۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ولاړې شي، خو په وروستیو کلونو کې ددې شمېرې څه باندې درې برابره اوبه ایران ته تللي دي. ددغه وزارت یوه لوړپوړي چارواکي معروف مسیر ویلي وروستیو ناخوالو د اوبو په مدیریت کې ستونزې پيدا کړې وې چې له امله یې ایران ته په کال کې له ۲،۵ تر ۳ میلیارد متره مکعبه اوبه هم تللې دي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیر احمد اندیشه ټینګار کړی دی، چې له ایران سره د اوبو هېڅ ډول ستونزه نه لري او نور په دې اړه بحثونو ته اړتیا نشته، یوازې ایران ته په کار ده، چې هوکړو ته ژمن و اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *