دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / قبايل / له قبايلو سره پاکستانيو چارواکو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي

له قبايلو سره پاکستانيو چارواکو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي

پاکستاني چارواکي وایي دترهګرۍ په ضد جګړه کې په قبایلي سیمو کې ۱۲زره وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي. قبايلي وګړي وايي چارواکو ورسره د مرستو هېڅ يوه ژمنه نه ده پر ځای کړې او د دوی په نوم شوې مرستې يې دوی ته نه دي رسولي.
د سه شنبې په ورځ دقامي اسمبلۍ د سرحدونو دچارو کمیټې ته قبائیلي سیمو کې دقانون ټینګولو دڅانګې چارواکو ویلي چې دکال ۲۰۰۱ نه تر دې مهاله قبایلي سیمو کې دترهګرۍ په ضد جګړه کې د وژل شوو کسانو شمیره ۶۱۱۲ ده او ۶۷۰۷ کسان ژوبل شوي دي.
چارواکو زیاته کړې چې په وژل شوو کې ۲۴۴ دلیویز، ۱۷۸ خاصه دار عسکر او ۵۶۹۰عام وګړي دي.
دترهګرۍ په ضد جګړه کې د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو په اړوند د ورکړل شوو حکومتي شمیرو ترڅنګ په قبایلي سیمو کې لکونو وګړو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي چې دهغې په هکله دغه کمیټې ته تفصیل نه دی ورکړل شوی.
قبایلي وګړي وایي چې په دغه جګړه کې د دوی کورونه جائیدادونه، روزګارونه، مکتبونه، سړکونه اؤ پلونه تباه شوي او نن چې خپلو سیمو ته بیرته ستنیږي نو د ژوند هیڅ اسانۍ ورته نه دي برابرې.
دقبائیلي سیمو وګړي وخت په وخت احتجاجي مظاهرې کوي او وایي چې دوی سره حکومت دمرستو ژمنې نه پوره کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: