یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / له هند سره د افغانستان په لومړي ځل ټیسټ لوبې پېلیږی

له هند سره د افغانستان په لومړي ځل ټیسټ لوبې پېلیږی

د جون په ۱۴ مه نېټه افغانستان د لومړي ځل لپاره ټسټ لوبه کوي چې د هند په بنګلور کې به له کوربه هېواد سره په کې مخامخېږي، دلته د دغې لوبې لپاره د غوره شویو افغان لوبغاړو فرسټ کلاس لوبو ته ځغلنده کتنه کوو.

د افغانستان د کرېکټ تاریخ لومړنۍ ټسټ لوبې ته ۱۶ لوبغاړي غوره شوي چې د لوبې په ورځ به ترې ۱۱ کسه د هند په وړاندې سیالۍ ته راوځي.

په غوره شویو ۱۶ لوبغاړیو کې درې د پیل لوبغاړي دي. جاوید احمدي، احسان الله حنت او محمد شهزاد. څلور نور منډه جوړونکي یې کپتان اصغر ستانکزی، رحمت شاه، حشمت شاهدي او ناصر جمال دی.

ویکټ ساتي دوه کسه دي چې محمد شهزاد او افسر ځاځی ورته بېل شوي دي. الراونډرانو کې محمد نبي دی. سید احمد شېرزاد، یامین احمدزی او وفادار مومند درې تېز بالران دي چې دوه ښي لاسي او یو کیڼ لاسی دی.

له محمد نبي ور هاخوا څلور نور ورو بالران دي چې راشد خان، مجیب الرحمن، ظاهر خان او حمزه هوتک ورته غوره شوي دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *