جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / له پاکستاني علماوو څخه د افغان طالبانو غوښتنه شوې

له پاکستاني علماوو څخه د افغان طالبانو غوښتنه شوې

په یور راپور کې، افغان طالبانو له پاکستاني علماوو غوښتنه کړي، چې په جاکارتا کې د افغانستان، پاکستان او اندونېزيا د ديني علماوو په ناسته کې برخه وانه خلي.

ويل شوي، چې افغان سله والو طالبانو د پاکستان د علماوو شورا څخه د يو ليک له لارې غوښتنه کړي، چې په جاکارتا کې د درې اړخيزې ناستې په اړه خپل پرېکون اعلان کړي.

په ليک د پاکستان له ۲۲ نامتو ديني علماوو غوښتنه شوی، چې ياده ناسته د طالبانو پر وړاندې يو دسېسه او توطئه ده، چې برخه نه اخېستل په کې غوره دي.

ډېلي ټايمز ليکي، چې د مولانا طاهر اشرفي په نوم يو پاکستاني عالم او ديني علماء د شورا غړي د طالبانو له خوا د استول شوي ليک پخلی کړی او زياتوي، چې د يو لړ نورو ستونزو پر بنسټ په ياده ناسته کې برخه نه اخلي.

ورځپاڼې دا هم ويلي، چې پاکستاني علماء اوس په دې بحث کوي، چې د اندونېزيا په ناسته کې د دوی ګډون کوم اغېز درلودلی شي.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې پاکستاني علماء به د جاکارتا په ناسته کې برخه واخلي او کنه، خو پاکستاني چارواکو له افغان مشرانو سره په دې اړه هوکړه کړې وه، چې د دوی ديني علماء به په ناسته کې ګډون کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: