جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / له پاکستان د افغان کډوالو د وتلو وروستۍ نېټه وټاکل شوه

له پاکستان د افغان کډوالو د وتلو وروستۍ نېټه وټاکل شوه

د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت ویلي د روان کال د جون تر ۳۰مې به هغو افغان کډوالو ته وخت ورکړي، چې پخپله خوښه افغانستان ته ستنېږي. بلخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا (UNHCR) وايي، په خپله خوښه افغانستان ته د کډوالو تګ پیل شوی دی. د یادې ادارې په وینا د مارچ تر وروستۍ نېټې پورې نږدې دوه زره افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي. هېواد ته د کډوالو راتګ د تېر کال له ډسمبر د روان کال د فبرورۍ تر اته وېشتمې د سړې هوا او ژمي له امله ځنډول شوی و. دغه اداره وايي چې اوس د کډوالو دبېرته تګ لړۍ پیل شوې ده او هره ورځ لسګونه کسان بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: