چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / لوګر:د خروار ولسوالۍ اوسیدونکي له دولت څخه سر ټکوي

لوګر:د خروار ولسوالۍ اوسیدونکي له دولت څخه سر ټکوي

د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د افغان او بهرنیو ځواکونو له شپنیو عملیاتو په تنګ راغلي او د طالبانو په نوم هره ورځ ملکي خلک په نښه کیږي او په یوه او بله بهانه ځورول کیږي. د خروار اوسېدونکي وایي، په شپنیو عملیاتو کې له پوښتنې پرته دځایي خلکو کورونه په بمونو الوزول کیږي، بې ګناه نیول کیږي او په بې رحمانه ډول وژل کیږي. د خرورار ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، دغه ولسوالي په تېرو اولسو کلونو کې په لوی لاس محرومه ساتل شوې او خلک یې ان لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاس رسی نه لري. ځایي اوسېدونکي وایي، له دې ټولو سره سره د طالب په نوم ځورول کیږي او دغه چاره د دې لامل شوې چې ان ځینې خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي. ولایتي شورا هم دغه ستونزه مني او له حکومت غوښتنه کوي چې د خروار ولسوالۍ د اوسېدونکو دغې ستونزې ته ژر د حل لاره پیدا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: