پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / لوګر: د مشرانو جرګې مرستيال د يوه سړي نکاح شوې مېرمن تښتولې

لوګر: د مشرانو جرګې مرستيال د يوه سړي نکاح شوې مېرمن تښتولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): په مشرانو جرګه کې د لوګر د خلکو استازي او د مشرانو جرګې دوهم مرستيال محمد اصف صدیقي په لوګر کې د يوه سړي نکاح شوې مېرمن تښتولې ده.

د لوګر ولايت د خوښۍ ولسوالۍ يو اوسېدونکی انجينر فريدون وايي، چې د مشرانو جرګې دوهم مرستيال اصف صديقي د ده مېرمن ډاکټره شکېلا تښتولې، په داسې حال کې، چې د دې ښځې د واده نهه کاله هم تېر شوي او له فريدون څخه يوه لور هم لري.

انجينر فريدون، کورنۍ يې او د سيمې نورو خلکو ګواښ کړی، که ولسمشر او قضايي ارګانونه د اصف صديقي د دې ظلم مخنيوی ونه کړي، دوی به لاريونونه پيل کړي او اړ به شي چې خپله قضيه د طالبانو مسؤولينو ته وروړي او له هغوی د عدالت غوښته وکړي.

د دغې ښځې خاوند انجينر فريدون او د هغه خپلوانو د ټولنيزو شبکو له لارې په ويډيويي پيغام کې ويلي، چې اصف صدیقي د دوی د ناموس دښمن دی، په دې اړه يې څارنوالۍ او محکمې ته هم عريضې کړی، خو تر اوسه يې چا غږ نه دی اورېدلی.

د دغې ښځې خاوند وايي، چې ټول هغه اسناد لري، چې د مشرانو جرګې مرستيال د ده مېرمن تښتولې، هغه يې تېر ايستلې او هغه ځای هم ور معلوم دی، چې اصف صديقي په کې د ده مېرمن ساتي، خو حکومتي چارواکي ورسره مرسته نه کوي.

انجينر فريدون وايي، چې اصف صديقي د ده خسر اړ کړی، چې له فريدون څخه په زوره طلاق واخلي او مېرمن يې د مشرانو جرګې دوهم مرستيال ځانته واده کړي.

اصف صديقي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

سرچینه: نن ټکی اسیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *