یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / لوګر ولایت: شپنیو عملیاتو کې ملکي خلک په نښه شوي دي

لوګر ولایت: شپنیو عملیاتو کې ملکي خلک په نښه شوي دي

که څه هم امنیتي چارواکي وایي، دعملیاتو پرمهال یې د ملکي وګړو خوندیتوب لمړیتوب دی،خو د ځانګړو ځواکونو له لوري په څو ترسره شویو وروستیو عملیاتو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي. افغان ځانګړو ځواکونو په وروستیو کې په لوګر او وردګو ولایتونو کې عملیات ترسره کړي، خو د سیمې اوسېدونکي وایي دغو ځواکونو یوشمېر ملکي خلک وژلي او د طالبانو په تور یې ځایي اوسېدونکي له کورونو څخه اېستلي او کورونه یې ورته په بمونو الوزولي دي. د لوګر د ولایتي شورا غړي هم د عملیاتو پرمهال د ملکي وګړو وژل کېدل د اند ېښنې وړ بولي او وایي په شپنیو عملیاتو کې ډیر ځله د طالبانو پرځای ملکي خلک په نښه کیږي. د ولایتی شورا غړي وایي، د امنیتي ځواکونو دغه کار به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن نور هم زیات کړي. خو د لوګر ولایت امنیتي مسولان وایي، شپني عملیات د طالبانو د ځپلو لپاره اغیزمن دي او په دې وروسیتو کې یې په دې عملیاتو کې ګڼ شمېر مخالفین هم وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *