پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / لوګر ولایت کې د کرنې وزارت په مالي مرسته د ممیزو ۱۱۸ عصري خونې جوړېږي

لوګر ولایت کې د کرنې وزارت په مالي مرسته د ممیزو ۱۱۸ عصري خونې جوړېږي

لوګر ولایت کې د کرنې وزارت په مالي مرسته د ممیزو ۱۱۸ عصري خونې جوړېږي. د کرنې وزارت د فیسوک پاڼې له مخې دغه ممیز خونې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام لخوا جوړېږي. یادې خونې چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او دوو نورو ولسوالیو څرخ او برکي برک کې جوړېږي، ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پرواګرام او پاتې ۴۰ سلنه یې بڼوال ورکوي. د سرچینې په وینا هر یوه خونه به له ۷-۸ مټریک ټنه انګورو ساتلو او په ممیزو د بدلولو وړتیا ولري. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو ممیزخونو په جوړولو سره به د بڼوالو عواید ۳۳سلنه زیات شي. سرچینه کاږي، چې په دې سره به د سیمې اوسېدونکو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *