جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / لوګر ولایت کې هوایي برید ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

لوګر ولایت کې هوایي برید ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

تېره شپه افغان او بهرنیو ځواکونو د لوګر ولایت د زرغون ښار سیمه کې هوایي بریدونه کړي، چې له امله یې د څلورو ماشومانو په ګډون ۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د لوګر ځایي چارواکي په دغه سیمه کې د ګډو ځواکونو عملیات تاییدوي، خو د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو څه نه وایي. د سیمې اوسېدونکو ویلي، دغه بریدونه په ملکي سیمو ترسره شو خو د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې په لوګر کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې دوه تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هوایي ځواکونو عملیات ډېر شوي او ډېری وخت پکې زیان ملکي وګړو لیدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *