د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزي تأییدوي چې نن هغه جګړه پای ته رسیدلی چې له تیرو درو ورځو راهیسي یې د بهرنیو ځواکونو په ملتیا د طالبانو پرضد پیل کړي وه. نوموړی زیاتوي چې د طالبانو یو تن قومندان اسدالله چې په معتصم مشهور و؛ په یاده جګړه کې وژل شوی، مګر د خپلو او یا بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي. خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي: چې یو لوړپوړی امریکایی پوځي افسر یې د یادي جګړې په ترځ کې وژلی دی. مجاهد وایی: یاده قوه درې ورځې وړاندې د محمداغې ولسوالۍ آب پران سیمې ته راغلې وه؛ چې په وینا یې، د درنو تلفاتو له لیدلو وروسته بیرته وتښتېدله. نوموړی زیاتوي: د دښمن ۲ ټانګونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، د یوه مهم امریکايي نظامي افسر په ګډون یې ګڼ شمېر نورو عسکرو ته هم مرګ ژوبله واوښته. د سیمي خلکو هم تأیید کړي چې د بهرنیو او داخلي عسکرو هغه ځمکنۍ قوه چې درې ورځې وړاندې لوګر ته تللې وه، بېرته کابل ته ګرځیدلي. خو زیاته کړي یې ده چې عسکرو ۵ تنه عام کلیوال هم له ځان سره بیولي. د خلکو په وینا په دغه جګړه کې د دوی کورونه هم بمبار شوي او زیات مالي زیانونه ورته رسیدلي دي. د طالب ویاند د دغي ادعاء په اړه چې وایی مهم امریکایی افسر یې وژلی؛ حکومتي لوري او یا هم بهرنیو ځواکونو تراوسه کوم سپیناوی نه دی کړی.