شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / لوګر ولایت کې ۶ بهرني عسکر وژل شوي

لوګر ولایت کې ۶ بهرني عسکر وژل شوي

لوګر ولایت کې د پوځي عملیاتو مهال د طالبانو متقابل برید کې ۶ تنه امریکایي پوځیان وژل شوي دي.

د تفصیلاتو له مخې، تیر مازدیګر ناوخته د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې د امریکا په مشرئ ګډو ځواکونو پوځي عملیات کول چې د وسلوالو جوابي بریدونو سره مخ شول.

لوګر کې یوې امنیتي سرچینې ویلي چې د طالبانو برید کې یو امریکایي ټانګ سوځیدلی او سپرلي یې وژل شوې دي.

د سیمې خلکو هم دا ننداره کړې چې امریکایي پوځیانو خپل مړي په امبولانس هلیکوپټرو کې له سیمې لیږدولي ول.

بل لور ته، طالبانو ددې نښتې پخلی کړی او رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ددوی ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د برکي برک ولسوالۍ په اخوند خیلو سیمه کې یې د امریکایي ځواکونو یو ټانګ ویشتلی او پکې سپاره عسکر یې ټول وژلي دي.

افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د پروني جنګ د مرګ ژوبلې شمیره نده ښودلې چې څومره سربازان یې له منځه تللي او څومره زخمیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: