چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / لږ تر لږه ۵۴،۵ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي

لږ تر لږه ۵۴،۵ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي

یوه تازه سروې ښیي چې په افغانستان کې لږ تر لږه ۵۴،۵ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. د افغانستان د مرکزي احصايې د تازه خپرې شوې سروې د مالوماتو له مخې افغانستان کې ۵۴.۵ فیصده افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. دا سروې د ۲۰۱۶- ۲۰۱۷ کلنو تر منځ شوې ده. د یادې ادارې مرستیال حسیب ‌الله موحد نن د خلکو د ژوند د وضعیت په اړه جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې دغه سروې د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ۳۴۲ اداري واحدونو کې له ۱۵۵۶۸۰ کسانو سره د مرکو له لارې تر سره شوې ده. هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د فقر کچه د اوړي په موسم کې راښکته کیږي، خو د ژمي په موسم کې بیا یاده کچه شاوخوا ۶۷.۵ ته لوړیږي. د افغانستان د مرکزي احصایې د ادارې مرستیال دغه راز وویل، د یادې سروې پر بنسټ ۴۴ فیصده افغانان غذایي خوندیتوب نه لري او د بې‌ کارۍ کچه هم ۲۴ سلنې ته لوړه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: