یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / مایکل کوګلمن: افغانستان د سترو سیالیو په ډګر بدل شوی دی

مایکل کوګلمن: افغانستان د سترو سیالیو په ډګر بدل شوی دی

په ویلسن څېړنیز مرکز کې د افغانستان د مسایلو څېړونکی او ددغه مرکز مرستیال مایکل کوګلمن ویلي، په افغانستان کې تاوتریخوالی او جګړې اوج ته رسېدلې دي. دده په وینا په دې نږدې وختونو کې ددې تمه نه لیدل کېږي چې افغانستان ته دې ثبات راشي، ځکه دغه هېواد د سترو سیالیو او رقابتونو په ډګر بدل شوی دی. دده په خبره په افغانستان کې نه یوازې روسیه او امریکا په سیالۍ بوخت دي، بلکې، چین، ایران، پاکستان او هند هم هلته خپله سیالي روانه کړې ده. دده په خبره دا ټول هغه هېوادونه دي چې له امریکا سره ښې اړیکې نه لري، نو ځکه د امریکا د ناکامۍ په لټه کې دي چې همدې مسئلې په افغانستان کې جګړې خورا شدیدې کړې دي. نوموړي په مسکو کې د جوړېدونکي کنفرانس په اړه ویلي، چې دغه ډول کنفرانسونه ګټه نه کوي او مسکو یوازې غواړي خپل نفوذ په افغانستان کې زیات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *