دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / مجاهد: که نړۍ له امریکا ډاریږي، خو موږ یې پروا نلرو

مجاهد: که نړۍ له امریکا ډاریږي، خو موږ یې پروا نلرو

د طالبانو ویاند ذبیح الله “مجاهد” د امریکایي دیپلومات “برنټ روبن” د لیک په ځواب کې یو توند ځوابي لیک خپور کړی

برنټ روبن د وسلوالو طالبانو د هغه لیک په ځواب کې چې کابو دوه اونۍ وړاندې یې ( امریکایي ولس ته د طالبانو لیک ) تر نامه لاندې خپور کړی، ځواب لیکلی وو

روبن په یاد لیک کې د وسلوالو طالبانو د لیک اړوند خبرې کړي، او له طالبانو یې یو لړ غوښتني هم کړي دي

روبن، له وسلوالو طالبانو غوښتي، چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي او ویې مني؛ ځکه په خبره یې چې افغان حکومت ټولې نړۍ په رسمیت پیژندلی خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد روبن د خبرو په ځواب کې ویلي: “په ۲۰۰۱ کال کې ټولې نړۍ زموږ پر ملک باندې امریکايي تجاوز هم پرځای کار باله حمایت يې ورڅخه کاوه او منلی وو نو آیا موږ هم باید اشغال منلی وای؟
په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال هم د ملګروملتونو د سازمان په ګډون د نړۍ مطلق اکثریت هیوادنو د هغه وخت د کابل حکومت منلی وو او په رسمیت یې پيژاند، آیا دا سمه ده چې هغه مهال افغان مبارزینو هم باید همدا کار کړی وای؟”

امریکایي دیپلومات بارنټ روبین په خپل لیک کې د طالبانو سرتیرو بریدونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو په دې بریدونو کې ملکي خلک وژل کیږي خو ذبیح الله مجاهد یې په دې ډول ځواب وایي: “تاسو ویلي چې موږ په فدايي بریدونوکې ستاسو په ګمان عام خلک وژنو، لومړی خو دا خبره د مکث وړ ده، لویه جګړه روانه ده، اکثره ملکيان ستاسو د ځواکونو په عملیاتو او بمبارونو کې وژل کیږي، او که ومنو چې زموږ په عملیاتو کې هم خلکوته زیان اوړي نو تاسو ووایئ چې داسې بریدونو ته موږ څه شي اړ کړي یو؟ ستاسو به دا هم یاد وي چې موږ د شوروي اتحاد څخه د آزادۍ د ترلاسه کولو لپاره یونیم میلیون افغانان له لاسه ورکړل، خو دا هرڅه مو د یو لوی هدف لپاره وزغمل چې هغه د اشغال څخه د آزادۍ نعمت وو.”

مجاهد د روبن په ځوابي لیک کې مخته په تونده لهجه وایي: “اساسي خبره داده چې ممکن ټوله نړۍ له امریکا څخه ویره ولري، خو موږ له امریکا څخه ویره نه لرو، موږ د امریکا هرڅه وزن کړي، موږ د هغوی سره په جګړه کې ډير څه زده کړي، امریکا هغه هیواد نه دی چې باید په نورو هیوادونو کې د حکومت نوعی او بڼې وټاکي، که تاسو همداسې یوه نظریه لرئ، دا به ځکه وي چې تاسو یو امریکایي یاست، کنه هيڅ آزاد انسان داسې جسارت او مداخلو ته اجازه نشي ورکولای.”

مجاهد وایي، که د امریکا رښتیا هم اساسي ستونزه تروریزم وي، نو په وینا یې، چې موږ د دې د حل لپاره پوره په صداقت سره ژمن یو، د هیچا په داخلي چارو کې کار نلرو، او د امریکا په ګډون له کوم هیوادونو سره دښمني نه غواړو خو وایي، که د امریکا هدف دا وي، چې د افغانستان خاوره د خپلو “استعماري” اهدافو لپاره استعمال کړي: “بیا نو دا ملت داسې نه دی لکه نور هغه ملتونه چې امریکا همدا اوس لاندې کړي، ګټې يې خوري، استعماري اهداف په کې تعقیبوي او مخامخ د هغو په کورنیو چارو کې مداخله کوي، په داسې صورت کې موږ د امریکا هيڅ پروا نه لرو، نه خبرې ورسره کوو، نه جګړه دروو او نه هم ورڅخه ستړي کیږو، بیا تاسو امریکا يي کار پوهان او څيړونکي د زیانونو شمیر ونیسي چې څوک ډير زیانمن کیږي او څوک جګړه بایلي؟”

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې او خبرو اترو په اړه خبرې کیږي

تیره ورځ په کابل کې هم د “کابل پروسې” د دوهمې غونډې په لومړۍ برخه کې د سولې اړوند خبرې وشوې، چې افغان حکومت له وسلوالو طالبانو سره پرته له کوم قیده د خبرو کولو ټټر وډباوه

خو طالبان بیا ټینګار کوي، چې د دوی ستونزه له امریکا سره ده، او د مسئلې یو مهم اړخ دی، دوی له امریکا سره خبرې کوي

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د “کابل پروسې” غونډې اړوند تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ویاند یې “مجاهد” د امریکایي دیپلومات په ځوابي لیک کې دې غونډې ته داسې اشاره کړې: “تاسو وايي چې فرصتونه له لاسه مه ورکوئ، موږ فرصتونه له لاسه نه دي ورکړي خو دسیسو ته فرصت نشو ویلی، د کابل د جریان په نامه غونډه او نورې ورته هڅې له اسلامي امارت څخه د تسلیمۍ غوښتنه کوي په داسې حال کې چې اسلامي امارت بې له شکه داسې قدرت دی چې امریکا غوندې نړیوال استکباري قوت یې له خپلو ټولو متحدینو او دار او دستې سره ماته کړی، آیا ستاسو منطق دا خبره سمه ګڼي؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: