چهارشنبه , نوومبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / محمود خان اڅکزي ویلي، خیبرپښتونخوا د افغانانو خاوره ده

محمود خان اڅکزي ویلي، خیبرپښتونخوا د افغانانو خاوره ده

پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزی وايي، هیڅوک به پرېنږدي چې افغان کډوال له خپلې خاورې په زور وباسي یا یې وځوروي. اڅکزي ویلي، خیبرپښتونخوا د افغانانو خاوره ده او دوی پکې له ډار او تشویش پرته اوسېدای شي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړې، که افغانان د پاکستان په نورو سیمو کې ځورول کېږي، پکار ده چې پښتونخوا ته راشي، دلته هیڅوک ورڅخه د مهاجرکارت غوښتنه نه شي کولی، ځکه چې دا سیمه د دوی خپله ده. اڅکزي ویلي، کابل او اسلام اباد باید پر تورخم لارې د تګ راتګ ستونزه په ډېر احتیاط حل کړي، کنه دوی به دا مسئله په دوو اوونیو کې امریکا او چین ته ارجاع کړي چې حل یې کړي. له بلې خوا راپورونه وايي چې پاکستاني پولیسو په وروستیو ورځو کې په پنجاب ایالت کې نژدې ۱۰۰۰ تنه افغانان نیولي دي. پاکستاني رسنیو وویل د پنجاب پولیسو ۹۳۵ افغان کډوال د دې ایالت په ملتان، بهاولپور، ګوجرانوالا، فیصل اباد او راولپنډۍ کې د غیرقانوني هستوګنې په تور نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: