یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / مسلمیار:ننګرهار د حج او اوقافو ریس ګاونډی استخباراتو وژلی دی

مسلمیار:ننګرهار د حج او اوقافو ریس ګاونډی استخباراتو وژلی دی

د مشرانو جرګې رييس د ننګرهار د حج او اوقافو د رييس وژل د سيمې د استخباراتو کار بللی او ويلي یې دي، هغه د امنيتي ځواکونو د ملاتړ او وسله والو غندلو له امله وژل شوی دی. فضل الهادي مسلميار دا څرګندونې د جلال اباد ښار کې د مولوي عبدالظاهر حقاني د جنازې په مراسمو کې وکړې او ټينګار يې وکړ چې افغانان په داسې وژنو نه ډارېږي او تل به د خپل وطن د دفاع لپاره مبارزه کوي. د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلميار چې د مولوي عبدالظاهر حقاني د جنازې په مراسمو کې يې ګډون کړی و، د هغه مړينه يې د هېواد لپاره يوه داسې ستره ضايعه ياده کړه چې په خبره يې د امنيتي ځواکونو د ملاتړ څرګندولو داسې بل غږ به بيا پيدا نه شي. هغه وويل، مولوي عبدالظاهر حقاني د نظام او امنيتي ځواکونو کلک ملاتړی و؛ نو ځکه د سيمې د استخباراتو د شوم بريد موخه وګرځېد او غږ يې د تل لپاره بند شو. بلخوا د افغانستان د سولې عالي شورا غړي قاضي محمد امين وقاد پر وسله والو غږ وکړ چې د نورو په لمسه دې خپل خلک نه وژني او د سولې په اړه د افغان حکومت تازه وړانديز دې ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: