دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / مسلمیار: د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو پرځای ملکي خلک وژل کیږي

مسلمیار: د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د وسله والو پرځای ملکي خلک وژل کیږي

مشرانو جرګه وايي، د ګډو ځواکونو عملیاتو په کې د وسله والو پرځای ملکي خلک وژل کیږي. د مشرانو جرګې رییس د میدان وردګو او کاپیسا ولایتونو د تیرو پېښو په غبرګون کې ویلي، د ګډو ځواکونو له لوري دغه ډول عملیات، چې په پایله کې یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي د افغان حکومت پر وړاندې د خلکو حساسیتونه زیاتوي. په میدان وردګو او کاپیسا ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري پر ملکي سیمو هوايي بریدونه، چې له امله یې ۳۰ تنه ملکي کسان ووژل شول، د مشرانو جرګې له جدي غبرګون سره مخ شوي دي. د مشرانو جرګې رییس او غړي د دغو پېښو په تړاو له اړوندو حکومتي ادارو وضاحت غواړي او ددې عملیاتو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کوي. د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار او غړي وایي، د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د حکومت او اړوندو امنیتي ادارو چوپتیا ثابتوي، چې حکومت او خارجیان د ملکي مرګ ژوبلې پر وړاندې بې تفاوته دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *