شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / بين المللي / مسکو کې کېدونکې غونډه وځنډیدله

مسکو کې کېدونکې غونډه وځنډیدله

د روسيې د بهرنيو چارو وزير او ولسمشر اشرف غني ترمنځ د يوې ټيلېفوني اړيکې پر مهال د افغانستان د سولې په اړه د مسکو د کېدونکې ناستې د ځنډولو پرېکړه وشوه. ټاکل شوې وه چې د روسيې، چين، ايران او د منځنۍ اسيا هېوادونو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې ناسته د راتلونکې ستمبر مياشتې په څلورمه ترسره شوې واى. روسيې افغانستان او امريکا ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو دواړو هېوادونو د نه ګډون اعلان کړى و. خو د وسله والو طالبانو د قطر دفتر پلاوي په دغې غونډه کې د ګډون پرېکړه کړې وه. له ارګ څخه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف نن ولسمشر اشرف غني سره ټيلېفوني خبرې وکړې. سرچينې زياته کړې، په دغې ټيلېفوني خبروکې پرېکړه وشوه چې د لا زياتې امادګۍ او موثريت په خاطر به د مسکو ناسته وځنډول شي، تر څو دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونيسي، افغانستان او د روسيې دولت به په ګډه د دغې ناستې مديريت او کوربه توب وکړي. ولسمشر غني په دغې ټلیفوني مکالمه کې ویلي، په دې خاطر چې اصلي او اساسي اصول چې هغه د افغانانو په مالکيت سوله ده په پام کې ونيول شي او هره هغه پروسه چې په دې برخه کې کار کوي، بايد په پوره همغږۍ ورته امادګي ونيول شي، نو د دغو ناستو موثريت به زيات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *