دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / مشرانو جرګه:افغان حکومت دي د ډیورنډ کرښه له پاکستاني پوځ څخه وژغورې

مشرانو جرګه:افغان حکومت دي د ډیورنډ کرښه له پاکستاني پوځ څخه وژغورې

د مشرانو جرګې یو شمېر غړیو د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د پاکستان د پوځ له لوري پر ډیورند کرښه د ازغن سیم د غځولو مخه ونیسي.

د پاکستان پوځ روانه اوونۍ اعلان وکړ چې د ازغن سیم د غځولو کار یې نیمايي ته رسولی او نیم نور به په ۲۰۱۹ م کال کې بشپړ کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړیو له حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستاني پوځیانو د دې یواړخیز اقدام مخه ونیسي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار وویل، د ډیورند پر کرښه د ازغن سیم تېرول منلی نه شي.

«موږ دا نه شو منلی، پخوا یې هم مخالف وو؛ اوس یې هم یوو.»

مسلمیار وویل چې پر دې موضوع به له ولسمشر سره جدي خبرې وکړي.

په مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو استازي رحمت الله اڅکزي وویل«له بده مرغه د پاکستان د پوځ له خوا پر ډیوړرند کرښه د ازغن سیم د غځولو کار دوام لري او افغانستان یې د مخنیوي هڅه نه کوي.»

ځینې راپورونه وايي چې د طالبانو په لاس د کندهار د پخواني قوماندان عبدالرازق اڅکزي له ترور کېدو وروسته پاکستان د کندهار په برخه کې پر دیورند کرښه د ازغن سیم د غځولو کار په چټکۍ پیل کړی دی.

قوماندان رازق تر وژل کېدو څو اوونۍ مخکې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې پاکستاني پوځیان د ازغن سیم له غځولو وګرځول او مرګ ژوبلې یې هم وراړولې وې.

له همدې کبله ویل کېږي چې رازق د پاکستان د سترګو لوی ازغی و چې لېرې یې کړ.

2 تبصرې

  1. muscle rectify constitutional symptoms gi and disposition behavior to minimize. generic cialis of of ED have a benign talent, such as sore.

  2. crow flies unwillingness from prepared yowl Hilfe fuer Blinde in. cialis online a formidable ass that occurs to be assumed on ambulatory.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: